د اسلام اباد عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان خلاف د غير قانوني نکاح مقدمې اورېدنې لپاره تحريري حکم جاري کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان خلاف د غير قانوني نکاح مقدمې اورېدنې لپاره تحريري حکم جاري کړی دی.
لوړپوړي ملکي قاضي قدرت الله د څلورو مخونو ليکلي حکم صادر کړ.
حکم کې ويل شوي چې د ريکارډونو له مخې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا په محکمه کې شکايت کړی، خاور مانيکا تور لګولی چې د پي ټي ايي بنسټګر خاور مانيکا د پيري مريدي په حلقه کې له بشرا بي بي سره اړيکې ټينګې کړې دي. هغه وخت د پي ټي ايي د بنسټ اېښودونکي بشرا بي بي او تر منځ ناقانونه اړيکې جوړې شوې وې.
د خاور مانیکا په وینا، د همدې اړیکو له امله یې د ۲۰۱۷م کال په نومبر میاشت کې خپلې مېرمنې بشرا بي بي ته طلاق ورکړی و، د سعید، عون چوهدري او محمد لطیف څرګندونې د دغو تورونو ملاتړ کوي، د شاهدانو د څرګندونو په رڼا کې د پي ټي ايي بنسټ ایښودونکي او بشرا بي بي دغه تورونه منلي دي.
حکم کې راغلي چې عدالت دې نتيجې ته رسېدلی چې د مقدمې د اورېدو لپاره کافي دلايل موجود دي، نو ځکه د خاور مانيکا شکايت د اورېدو لپاره ومنل شي.
حکم کښې وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي باني په اډياله جيل کښې بند دي نو ورسره به د اليکټريک وسيلو په ذريعه رابطه کيږي او بشرا بي بي به د دسمبر په 14مه نيټه عدالت ته حاضريږي۔






