د سندهـ هائي کورټ د نقيب الله قتل کيس کښې د پخواني پوليس افسر راو انوار د بري په ضد درخواست اوريدنه منظور کړې ده

0
316

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ هائي کورټ د نقيب الله قتل کيس کښې د پخواني پوليس افسر راو انوار د بري په ضد درخواست اوريدنه منظور کړې ده۔

د سندهـ هائي کورټ کښې د پخواني ايس ايس پي ملير راو انوار او نورو د بري په ضد د اپيلونو اورېدنه شوې۔

په اپيل کې وئيل شوي دي چې دترهه گرۍ ضد عدالت راؤ انوار اؤ نورو تورنو ته برائت ورکړى اؤ ثبوتونه يې له پامه غورځولي دي نو دترهه گرۍ ضد فيصله دې لغوه کړل شي.
عدالت د راو انوار د بري په ضد اپیل اورېدنه منظور کړه.

د سندهـ هائي کورټ د ترهګرۍ ضد عدالت نه د مقدمې بشپړ ريکارډ هم غوښتی دی. عدالت د سندهـ پراسيکیوټر جنرل څخه هم جواب غوښتی دی.

ياده دې وي چې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۲۳ مه د نقيب الله قتل کيس کېس فيصله اورولې وه او د راو انوار په ګډون يې ۱۸ تورن کسان د ثبوتونو د نشتوالي له امله بري کړي وو.

Leave a reply