نگران وفاقي كابينې د سائبر كرائمز مخ په زياتېدو پېښو مخنيوي لپاره د نېشنل سائبر كرائم تحقيقاتي ادارې جوړولو منظوري وركړې ده۔

0
216

باغی ټي وي ربورټ
نگران وفاقي كابينې د سائبر كرائمز مخ په زياتېدو پېښو مخنيوي لپاره د نېشنل سائبر كرائم تحقيقاتي ادارې جوړولو منظوري وركړې ده۔

د کابينې غونډې وروستو ميډيا بريفنګ کښې د آئي ټي نګران وزير ډاکټر عمر سيف اوويل چې د ايجنسئ جوړيدو سره به د سائبر اسپيس خلقو ته محفوظه وي، د ايف آئي اے سائبر کرائم ونګ به اوس نوې ادارې ته ذمه واري سپارلې شي۔ .

ډاکټر عمر سیف وویل چې په هیواد کې د سایبري جرمونو پیښې مخ په ډیریدو دي، د ټیلی کام ټربیونل به جوړیږي چې په کې به د خاصو پوهانو خلک شامل وي، د مخابراتو سکتور قضیې به د اوږدې مودې لپاره نه وي.

Leave a reply