د سندهـ دوه پخواني وزيراعلي پشمول د سندهـ مهم سياسي شخصيت GDA کښې شامل شوي دي

0
266

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ دوه پخواني وزيراعلي پشمول د سندهـ مهم سياسي شخصيت GDA کښې شامل شوي دي۔

د سندهـ پخواني وزيراعلي ارباب غلام رحيم او د دادو نه لياقت جتوئي د پخوانۍ ايم اين اے راحيله مګسي سره په راجا هاؤس کې د پير پگارا سره د ليدنې وروستو په جي ډي اے کې د شامليدو اعلان وکړو.

د وياند ترمخه د جي ډي اے او فنکشنل مسلم ليګ مشر پير پګارا په راجه هاؤس كښې د جي ډي اے مهمه غونډه كښې د سياسي مشرانو د ګډون هركلې وكړو۔

د جي ډي اے وياند وئيلي دي چي د اليکشن کميشن غړي نثار دراني نه لرې کړے شوي که چري د ريټرننګ افسرانو او ضلعي ريټرننګ افسرانو د مقررولو فيصله واپس نه اخستل شوي نو په ټول سندھ کښي به احتجاجونه کوي۔

د جي ډي اے وياند ووئيل د جيالي ريټرننګ افسرانو، ضلعې ريټرننګ افسرانو او نثار دراني له وجې د انتخاباتو د شفاف او منصفانه كولو هيله نشته۔

د وياند په وينا، په دې غونډه کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره د تړاو لرونکو شخصيتونو د تماس لپاره کمېټې جوړې شوې او له همدغو ګوندونو سره سلا مشورې کېږي.

د ملاقات په مهال به د ټول صوبې په ټولو قومي او صوبائي حلقو کښې د امیدوارانو میدانونو کښې د ګډون اوکړو.

Leave a reply