لاهور هائي کورټ د فبرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د الیکشن کمیشن نوټیفیکیشن معطل کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د فبرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د الیکشن کمیشن نوټیفیکیشن معطل کړی دی.
عدالت علي باقر نجفي دتحريک انصاف په درخواست محفوظه فيصله وکړه. يو کسيز بينچ د عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن معطل کړے دے۔
محکمې د اجرائيه رياست له خوا د ټاکنو د ترسره کېدو پر ضد د عريضو په اړه د لويې بنچ د جوړولو سپارښتنه وکړه او قاضي علي باقر نجفي يې دوسيه سترې محکمې ته ولېږله.
د عامو انتخاباتو په مهال د پنجاب د بیوروکرېسي نه د ریټرننګ افسرانو د نیولو په ضد د عمیر نیازي د درخواست په اړه عدالت په خپله فیصله کې ویلي چې د انتخاباتو په ترسره کولو کې د ولس په اربونو روپۍ استعمال شوي دي.
د محکمې په پرېکړه کې ويل شوي چې د حقايقو له مخې د درخواست کوونکي ګوند د ليول پلینګ فيلډ نه لري، د خپلواکو نظريو درلودونکو څو ډلو د ليول پلینګ فيلډ د نه شتون په اړه جدي پام اړولی او د بېنچ جوړولو سپارښتنه شوې ده.





