اسرائیلي پوځ د ملګرو ملتونو هغه ښوونځی په بمونو والوزاوه، چې ادعا یې کوله چې دا د حماس پټنځای دی

0
208

باغی ټي وی رپورټ
په غزه کې اسرائیلی پوځ د ملګرو ملتونو ښوونځی په بمونو والوزاوه او ادعا یې وکړه چې دا د حماس پټنځای دی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په وحشیانه او وحشتناکو عملیاتو کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې کمشنر فلیپ لازاریني د ملګرو ملتونو پر ښوونځي د اسراییلو د برید په اړه غبرګون ښودلی او په خپل ټولنیزه میډیا کې یې په یوه بیان کې ویلي چې د غزې په شمال کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د بمبارۍ ویډیوګانې لیدلي دي.

هغه وويل چې ټول عامه ځايونه، ښوونځي او روغتونونه د نړيوال قانون له مخې خوندي دي، خو د اسرائيلو له خوا پر ښوونځيو او روغتونونو بريدونه ډېر خواشينوونکي دي.
هغه وويل، پر ښوونځي بريد په داسې حال کې شوى، چې د ملګرو ملتونو د مرکزونو ټول جزئيات په دې خونړۍ جګړه کې ښکېلو غاړو ته موجود وو.

د بله پلوه د اسراییلو پوځ د غزې په شمال کې د کمال عدوان په روغتون هم د څو ورځو د محاصرې نه وروسته برید کړی دی او اسراییلي ځواکونو د روغتون نه د روغتیايي کارکوونکو په ګډون څو تنه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې ترڅنګ په لوېدیځه غاړه کې هم د اسرائیلي ځواکونو وحشت دوام لري، چې په ترڅ کې یې د جنین په ښار کې د بې پیلوټه الوتکو په برید او ډزو کې ۵ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.

Leave a reply