د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې نوازشريف پنځم ځل لپاره وزيراعظم جوړیدل غواړي نو هغه به څه داسې کومه لویه توره او بهادري وکړي.

0
95

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې نوازشريف پنځم ځل لپاره وزيراعظم جوړیدل غواړي نو هغه به څه داسې کومه لویه توره او بهادري وکړي.

په ګوجرانواله کې یوې جلسې ته په وینا کې نوموړي وویل که زه هم لومړی وزیر شو نو بیا به له هغو کسانو سره جنګېږم چې د شخصي ګټو او زړو سیاستونو له امله یې راوستلي او بیا به وايي چې ولې یې زه له واکه لرې کړ.

دپيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل که نوازشريف په خپل وخت دانتخاباتو ترسره کيدو اجازه ورنکړي نو دى به له خلکو سره په سړکونو راوځي.
بلاول بهټو زرداري وويل ځينې پخواني سياستوال وايي د طاقت سرچينه بل ځائ ده، ولس به دغه سياستوال غلط ثابت کړي، د فرورۍ په اتمه به داسې سرګرمۍ ورکوي چې د رائيونډ ياد به وي.

د دې نه وړاندې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو د سزا په اړه د صدارتي ريفرنس په اړه د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښې د نهه کسيزه لوئر بينچ د اورېدنې نه پس د عدالت نه بهر ميډيا سره خبرې اترې وکړې۔

Leave a reply