د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې پاکستان افغانستان ته د ګټلو لپاره ۳۰۴ منډې هدف وټاکه
باغی ټي وي رپورټ
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې پاکستان افغانستان ته د ګټلو لپاره ۳۰۴ منډې هدف وټاکه.
په دوبۍ کې د کرکټ د ۱۹ کلنو کرکټ اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د پاکستان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او ټوله لوبډله یې په ۴۸ اورونو کې په سوځېدو سره ۳۰۳ منډې وکړې.
اوپنرانو شمیل حسین او شاه زیب خان په ترتیب سره ۷۵ او ۷۹ منډې جوړې کړې او ریاض الله هم ۷۳ منډې جوړې کړې.
اذان اویس ۲۰، طیب عارف ۶، عرفات منہاس ۴، سعد بیګ او عامر حسن ۸، خبیب خلیل ۳ او عبید شاه یوه منډه جوړه کړه.
محمد ذیشان پرته له کومې منډې کولو پایلوبې ته راستون شو.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې په ايونټ کې پاکستان نيپال او هند ته ماتې ورکړې وه.