د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو مهالویش اعلان کړ

0
351

باغی ټي وي رپورټ
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو مهالویش اعلان کړ.

ټاکل شوې وه چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام په سریلانکا کې ترسره شي خو د غړیتوب د ځنډولو له امله سویلي افریقا ته واستول شو.

د آی سي سي د معلوماتو له مخې، د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام به د جنورۍ له ۱۹مې نیټې پیل شي، چې د ټورنامنټ پای لوبه به د فبرورۍ په ۱۱مه ترسره شي.
د ټورنامنټ 41 لوبې به د سویلي افریقا په 5 ځایونو کې ترسره شي ، پداسې حال کې چې تمریني لوبې به د جنوري له 13 څخه تر 17 پورې ترسره شي.
په سي ګروپ کې اسټرالیا، سریلانکا، زمبابوې، نمیبیا او افغانستان، پاکستان، نیوزیلینډ او نیپال په D ګروپ کې دي.

د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۲۰مه نېټه له افغانستان سره، د جنورۍ په ۲۴مه له نیپال او د جنورۍ په ۲۷مه له نیوزیلنډ سره کوي.

Leave a reply