د اسلام اباد د پوليسو دوه کسيزه ډله د تاوتريخوالي د قرباني شوې رضوانې بيان اخيستلو لپاره لاهور ته رسېدلې ده

0
237

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد د پوليسو دوه کسيزه ډله د تاوتريخوالي د قرباني شوې رضوانې بيان اخيستلو لپاره لاهور ته رسېدلې ده.

د اسلام اباد پوليس په دې خبره کلک دريځ لري چې که په ځوانه رضوانه د تشدد تور په سول جج وي نو پلټنه به يې هم د سول جج کوي.

دسرچينو ترمخه تحقيقاتي ټيم دپلټنو عمل کې دګډون لپاره سول جج عاصم حفيظ ته درې خطونه ليکلي خو هغه حاضر نۀ شو.
رضوانه له روغېدو وروسته د لاهور د چائلډ پروټیکشن بیورو په توقیف کې ده. د اسلام اباد د پوليسو دوه کسيزه ډله د تاوتريخوالي د قرباني شوې رضوانې بيان اخيستلو لپاره لاهور ته رسېدلې ده.

له روغېدو وروسته رضوانې جیو نیوز ته په یوه مرکه کې د سول جج عاصم حفیظ، د هغه مېرمن او ماشومان د شکنجې تور ولګاوه. تاوتریخوالی دومره سخت و چې د وخت د درملنې د نشتوالي له امله د رضوانې په سر کې چینجي پیدا شول او ژوند یې له ګواښ سره مخ شو.

Leave a reply