نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) څخه غوښتنه کړې چې په پي سي بي کې د روزونکو، سپورټ سټاف او نورو پوسټونو په ټاکلو کې دې د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي.

0
191

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) څخه غوښتنه کړې چې په پي سي بي کې د روزونکو، سپورټ سټاف او نورو پوسټونو په ټاکلو کې دې د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي.

اسلام آباد کښې د وزيراعظم په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې د پي سي بي منيجمنټ کميټۍ چيئرمېن ذکا اشرف او د بورډ نورو مهمو چارواکو ګډون اوکړو۔

وزيراعظم ووئيل د كركټ لوبه د ټول ملت په يو كولو كښې مهم رول لوبوي٬ د ټيم ورك په نتيجه كښې لوبډله يووالي كولې شي او په هر ډګر كښې كاميابي ترلاسه كولې شي٬ د هېواد ګټې او وقار ته بايد پام وشي۔

نگران وزيراعظم وويل د لوبغاړو د ښه کوچنګ ترڅنګ بايد غوره تربيت هم وشي، د ملک په لرې پرتو سيمو کې د کرکټ د ودې ضرورت دی.

نگران وزيراعظم د پي سي بي په اقداماتو باور څرګند کړو او د پي ايس ايل 9 ترسره کولو لپاره د حکومت د ملاتړ باور هم ورکړو۔هغه وویل چې د پي ایس ایل نیټې باید تنظیم شي ترڅو له ټاکنو سره ټکر ونه شي، د 2025 چمپینز ټرافي بریالۍ ترسره کیدو لپاره باید په ګډه کار وکړو ، کرکټ بورډ باید د سیالۍ لپاره له ټولو ذیدخلو او امنیتي ادارو سره کار وکړي.

Leave a reply