په کشمیري مسلمانانو د هند فوځ ظلم جاري دې

0
146

باغي ټي وي رپورټ
په مقبوضه کشمیر کښې نن د هندوستان فوځ او حکومت په کشمیري مسلمانانو باندې ۸۱۹ اته سوه او نوولس ورځې پوره شوې چې نن هم د هند فوځ له طرف نه کرفیو ده او کشمیري مسلمانانو باندې د هند فوځ له طرف نه نن هم ظلم جاري دي.

د هند له طرف نه ۱۲ ملیونه کشمیري مسلمانان په زندان کښې اچول شوي دي ، د یادونو ده چې په ۵ اګست کال ۲۰۱۹ د هند حکومت د جمو او کشمیر آزاد حیثیت په یو صدارتي حکم ختم کړو، دا حکم د ۱۲ ملیونو نه زیات کشمیري مسلمانانو د رای خلاف دې نو دې لپاره د هند حکومت له اړخه د ۵ اګست کال ۲۰۱۹ نه تر نن پورې په مقبوضه کشمیر کښې کرفیو لګیدلې ده. او ۱۲ ملیونو نه زیات کشمیري مسلمانان په کورونو کښې قیدیان کړي دي.
د یادونې ده چې د کشمیر مسله هوارولو لپاره د پاکستان دا دریځ دې چې د کشمیر مسله دې د ملګري ملتونو د قرارداد مطابق هواره کړې شي ، د ملګری ملتونو دا قرارداد وړاندې کړې او پاس کړې وو چې په کشمیر کښې دې ریفرنډم ،ټاکنې وشي او د کشمیریانو راې او خوښه دې معلومه شي چې دوي پاکستان سره یا هندوستان سره شاملیدل غواړي.
د ملګري ملتونو ددې قرارداد هندوستان مسلسل خلاف ورزي کوي او هندوستان په غیرقانوني او په ظلم سره جمو او کشمیر باندې قبضه کړې ده ، نن هم په مقبوضه کشمیر کښې د هند په لکونو شمیره کښې فوځیان موجود دي او کشمیریانو له د آزادې او خپلواکۍ حق نه ورکوي.

Leave a reply