قریشي د اسټریلیا د بهرنیو چارو وزیرې سره خبرې کړي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسټریلیا د بهرنیو چارو وزیرې سره په ټیلیفون خبرې کړي دي او دپاکستان او د اسټریلیا هیواد ترمینځ ی په اړیکو او د افغانستان په مسله خبرې اترې کړي دي.
په ټویټر پانړه د اې پي پي خبري آژانس یو رپورټ مطابق قریشي د اسټریلیا هیواد مریس سره په ټیلیفون خبر وکړي، د پاکستان هیواد د افغانستان نه په محفوظه انخلا په اړه هم خبرې وشوې او د د اسټریلیا د بهرنیو چارو وزیرې د پاکستان د افغانستان نه د امریکایی او نیټو فوځونو د وتلو په اړه خدمتونه کښې د مثبت رول ستاینه هم وکړه.
یاده دې وی چې د افغانستان نه د امریکایی او نیټو ځواکونو واپسي په ۳۱ اګسټ کال ۲۰۲۱ مکمل شوه، په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارتي عملې شپه او ورځ خدمتونه وکړل، د ګنړ شمیر هیوادونو فوځیان او نورو عام وګړو له په زمکي لاره موقع او لار ورکړه چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
په کابل کښې د ۱۵ اګست د اسلامی امارت د کنټرول لاس ته راوړلو نه پس او په ۳۱ اګست د نیټو ځواکونو د افغانستان نه د وتلو نه پس نن هم په کابل کښې د پاکستان سفارت خانه پرانستې ده او د افغان اولس او د نورو هیوادونو لپاره ی خدمتونه جاري ساتلي دي. د ملګري ملتونو او نور بهرني هیوادونو چارواکو هم د افغانستان نه د انخلا په وخت کښې د پاکستان حکومت مثبت رول لوبولو ستاینه کړې ده.
https://twitter.com/appcsocialmedia/status/1455106548456378369