د پرویزخټک وراره په پیپلز پارټۍ کښې شامل شو

0
71

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کښې د خیبرپښتونخوا پخوانۍ وزیراعلی او موجود وزیردفاع پرویز خټک وراره احد خټک په پاکستان پیپلز پارټۍ کښې شامل شوي دې، په دې موقع یوه غونډه هم تابیا شوې وه.

په پاکستان پیپلز پارټۍ کښې د شاملیدو په محال یو غونډه تابیا شوه ، د پي پي پي په صوبایی سیکرټریټ پیښور کښې د پي پي پي مرکزي مرستیال نییر بخاري احد خټک ته د پي پي پي مفرل ور په غاړه او ټوپي هم ور په سر کړه.
په دې موقع احد خټک اوویل چې د پي پي پي له اړخه دعوت نه پس دوی په دې پارټۍ کښې د ټولو ملګر په شمول شامل شوي دي، په دې موقع نییر بخاري هم وینا وکړه او وی ویل چې د نوښار سیاست بدل شوي دې او په بلدیاتي ټاکنو کښې به پی پي پی هم برخه واخلي.
بخاري اوویل چې د موجوده حکمرانانو نه د خلاصۍ وخت راغلې دې ځکه چې په ملک کښې ددوی له وجهې غریب عوام په ملک کښې د ګرانۍ له وجهې سختو ستونزو سره مخ دې.دوی زیاته کړه چې د پاکستان پیپلز پارټي په پارلیمان کښې دننه او باهر دواړ د ګرانۍ په ضد آواز اوچتوي او دعوامو د ترقي او خوشحالۍ لپاره به کار کوي.

Leave a reply