پي ټي آيی پاکستان په صحیح ټریک روان کړې دې. محمود خان

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوان وزیراعلی محمود خان په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ او مشرانو دا هیواد په ښه ټریک او لار روان کړې دی او په ملک کښې موجوده ګراني د پخواني حکومتونو د غلطو پالیسیو له وجهې راغلې ده.

پرون د اتوار په ورځ وزیراعلی محمود خان د صوابي دوره وکړه او د ویمن ،چلډرن هسپتال د ډبره کیښوده، په دې موقع وزیراعلی اوویل چې ددې روغتون په جوړولو به ۳.۸ اربه روبې خرچ راشي او ددې روغتون جوړولو سره به ددې سیمې خلقو ته په کور د علاج سهولت او اسانتیاوي په لاس رشي.
په مرغز کښې یوې لوی عوامي غونډې ته په وینا کښې محمود خان اوویل چې نن سبا بعضې سیاسي بې روزګاره مشرانو پروپیګنډا کوي چې په ملک کښې ګراني ده خو زه دا وایم چې د ګراني هم ددې پخوانیو حکومتونو او مشرانو له وجهې نه په پاکستان کښې راغلې ده، دوی زیاته کړه چې که پخواني حکومتونو او مشرانو ښه اقتصادي پالیسي جوړه کړې وې نو نن به د پاکستان او په ملک کښې د ګرانۍ دا حال نه وې.
نوموړی اوویل چې د پخوانیو حکومتونو د غلطو فیصلو او پلانونو له وجهې نن غربت زیات شوي او په ملک کښې د غریب عوام ژوند نور هم سخت شوې او زیانمند شوي دې.
محمود خان اوویل چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ښو اقتصادي او مالي پالیسو له وجهې به ډیر زر د پاکستان اقتصادي حالت ښه شي ، ګراني به هم کمه شي. دوی اوویل چې د سکولونو ماشومانولپاره د فرنیچر ورکول په منصوبه کار روان دې او په سکولونو کښې به د زده کوونکو لپاره د ۶ شپږ ارب روپو فرنیچر ورکړې شي چې د قام بچي په ښه ماحول کښې زده کړې وکړي، وزیراعلی زیاته کړې چې ددې منصوبې ترلاندې به ۲۶ لکه ماشومانو ته نوې او جدید فرنیچر ورکړې شي. وزیراعلی دا هم اوویل چې د صوبې په ټولو ضلعو کښې په ضلعی هسپتالونو ته نوې مشینرۍ ورکړې شي او په دې هسپتالونو کښې به د علاج لپاره نوې اسانتیاوي او سهولتونه ورکړې شي.

Leave a reply