د سترې محکمې د مشر قاضي فائز عیسی په مشرۍ کې د ‘عمل او طرزالعمل قانون’ لاندې کمېټۍ پرېکړه کړې سول د مد او فوجداري قضیو پرېکړې به د ‘لومړی راشه او لومړۍ خدمت’ پر بنسټ کېږي.

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د سترې محکمې د مشر قاضي فائز عیسی په مشرۍ کې د ‘عمل او طرزالعمل قانون’ لاندې کمېټۍ پرېکړه کړې سول د مد او فوجداري قضیو پرېکړې به د ‘لومړی راشه او لومړۍ خدمت’ پر بنسټ کېږي.

د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فائز عیسی په مشرۍ کښې د عمل او طریقې قانون لاندې د کمېټۍ غونډه وشوه.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مدني او جزايي قضيو په اړه به د “لومړي راشي لومړي خدمت” پر بنسټ پرېکړه وشي.په غونډه كښې دا هم فيصله وشوه چې د آرټيكل 184 (3) لاندې درج كړې شوې درخواستونه به د غور نه وروستو په عدالت كښې فېصلې كولې شي او د سترې محكمې د دې كمېټۍ بله غونډه به د جنورۍ په څلورمه نېټه كېږي۔

اعلاميه ترمخه کميټۍ فيصله کړې ده چې د 18م دسمبر نه تر 29م دسمبر پورې به په ټولو رجسټريونو کښې بنچونه جوړ کړي او د 18م دسمبر نه تر 22م دسمبر به اسلام آباد، کوئټه او کراچۍ رجسټري کښې يو يو بنچ د کيسونو اوريدنه کوي۔

Leave a reply