د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) باني مشر عمران خان د لاهور هائي کورټ کښې د الېکشن کمېشن د توهين او جيل مقدمې عمل چيلنج کړے دے

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) باني مشر عمران خان د لاهور هائي کورټ کښې د الېکشن کمېشن د توهين او جيل مقدمې عمل چيلنج کړے دے۔
دا درخواست د عمران خان لخوا د سلمان اکرم راجا او بیرسټر سمیر کهوسه په منځګړیتوب جمع شوی دی.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې اليکشن کميشن په غيرقانوني توګه د کميشن د سپکاوي عمل شروع کړے دے، اليکشن کميشن دا اختيار نه لري چې د کميسون د سپکاوي په اړه اقدام وکړي.
د درخواست کوونکي په وينا، اليکشن کميشن په دې مقدمه کې د جيل مقدمې چلولو فيصله کړې چې غير قانوني ده، په جيل کې پټه مقدمه د آئين د څلورمې مادې خلاف ورزي ده.
لاهور هائي کورټ کښې دائر درخواست کښې وئيلي شوي دي چې اليکشن کميشن په جيل کښې فرد جرم لګولو لپاره د دسمبر 13مه نيټه ټاکلې ده، عدالت دې د جيل ٹرائل کولو د اليکشن کميشن فيصله کالعدم کړي۔






