روسیې خبر ورکړی چې امریکا لۀ دوی سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده

0
75

روسیې خبر ورکړی چې امریکا لۀ دوی سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده

په دې لیدنه کې د بېلو نړیوالو مسایلو تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي بحث شوی دی.

لاوروف وايي بایډن ددې غوښتونکی دی چې له روسیې سره اړیکې پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلو برخو کې مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.

 

(2021 / 11 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي واشنګټن له مسکو سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی،  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ایټالیا کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د بېلو نړیوالو مسایلو تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي بحث شوی دی.

لاوروف وايي بایډن ددې غوښتونکی دی چې له روسیې سره اړیکې پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلو برخو کې مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.

اړوند موضوعات: 

روسیه: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته اډې نۀ ورکوي

دده په خبره بايډن ټینګار کړی چې ددې اړیکو د ډول او پراختیا پر لارو چارو به ژر له روسي لوري سره پایلې ته ورسېږي.

امریکايي چارواکو هم ویلي چې په ټوله نړۍ کې یې د ستونزو د حل لومړنۍ لار مذاکرات او خبرې دي.

امریکا او روسیه په نړۍ کې سیال هېوادونه دي چې له اټومي وسلو نیولې تر سوداګرۍ پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمکش مسئله ده.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې امریکا لۀ ترکیې، روسيې د نړۍ نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو د درلودلو پۀ هڅه کې شوې ده.

Leave a reply