روسیه: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته اډې نۀ ورکوي

0
184

روسیه: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته اډې نۀ ورکوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې پر هېوادونو غږ کړی دی چې په خپله خاوره کې د امریکا پوځي اډې ته اجازه ورنه کړي.

لاروف د تهران ناستې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د مرکزي اسیا هېوادونه نباید امریکا ته د اډو په ورکولو سره سیمه له امنیتي ګواښونو سره مخ کړي.

 

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې پر هېوادونو غږ کړی دی چې په خپله خاوره کې د امریکا پوځي اډې ته اجازه ورنه کړي.

لاروف د تهران ناستې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د مرکزي اسیا هېوادونه نباید امریکا ته د اډو په ورکولو سره سیمه له امنیتي ګواښونو سره مخ کړي.

اړوند موضوعات: 

روسیه وايي په سیمه کې د افغانستان د څارلو لپاره د امریکا د اډې درلودلو هڅه ناکامه شوه

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تر دې وړاندې د روسیې د امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف هم په یوه مرکه کې ویلي وو چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه، د بې پیلوټه الوتکو د ځای پر ځای کولو او د مرکزونو په جوړولو سره د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د پښې ایښودلو په هڅه کې ده او هدف یې یوازې او یوازې د سیمې د امنیت او ثبات ګډوډول دي.

Leave a reply