سرګې لارووف: اجازه نۀ ورکوو چې لۀ افغانستان څخه مرکزي آسیا بې ثباته شي
سرګې لارووف: اجازه نۀ ورکوو چې لۀ افغانستان څخه مرکزي آسیا بې ثباته شي
د لاوروف په وینا په ټوله مانا کوښښ کوي څو له افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو مخنیوی وکړي ځکه له دې هېوادونو سره پراخې اړیکې لري او متحد هېوادونه یې دي.
(2021 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي له افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو مخنیوی کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه مرکه کې ویلي چې دوی ته د مرکزي اسیا د هېوادونو ثبات او امنیت خورا مهم دی.
د لاوروف په وینا په ټوله مانا کوښښ کوي څو له افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو مخنیوی وکړي ځکه له دې هېوادونو سره پراخې اړیکې لري او متحد هېوادونه یې دي.
لاوروف وایي امریکا له افغانستان په ناڅاپي وتلو ټولې سیمې ته ګواښونه جوړ کړي او دا یې نه جبرانېدونکې تېروتنه وه.
نوموړي تمه ښودلې چې په افغانستان کې ژر تر ژره ثبات رامنځ ته شي، امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي او په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.