د اسراییلو پوځ په دوو میاشتو کې پر غزې د لسو زرو هوايي بریدونو د ترسره کولو اعتراف وکړ

0
180

باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو پوځ په دوو میاشتو کې پر غزې د لسو زرو هوايي بریدونو د ترسره کولو اعتراف وکړ او د بریدونو د چټکولو اعلان یې وکړ.

اسراییل د غزې په شمال او جنوب کې د استوګنې پر سیمو، روغتونونو، ښوونځیو او د ملګرو ملتونو پر پناه ځایونو بمبارۍ ته دوام ورکوي، خو نړیواله ټولنه د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د سرغړونو په وړاندې چوپه خوله تماشه ده.

د جبالیه په کمپ د اسرائیلو په بمباریو کې د عرب خبریال د کورنۍ ۲۱ غړي شهیدان شوي، په داسې حال کې چې خان یونس محاصره شوی او رفح ته په تلونکو فلسطینیانو بریدونه دوام لري.

د بله پلوه د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو لخوا د تونلونو نه اوبه خوشې شوي دي.د غزې په مختلفو سیمو کې د فلسطیني مقاومت سره د سختې نښتې له امله د اسراییلي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې دوه تنه نور اسراییلي سرتیري وژل شوي دي.

Leave a reply