واکمنانو ته دا ویل غواړو چې دوی ته بہ اسرائیل په رسمیت پېژندلو اجازه ور نکړو: فضل الرحمان

باغی ټي وي ربورټ
د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په ۱۹۷۰ کال کې په لاهور کې یو قرارداد منظور شوی وو چې پکې ویل شوي وو چې د فلسطین په خاوره د اسرائیلو قبضه به نه شي زغملی.
مولانا فضل الرحمان په کراچۍ کې د حرم الاقصی کانفرنس ته په خپله وینا کې وویل چې واکمنانو ته دا ویل غواړو چې دوی ته بہ اسرائیل په رسمیت پېژندلو اجازه ور نکړو: فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان زیاته کړې که امریکا په سیمه کې زور کاروي نو چین او روسیه دې د طاقت د توازن لپاره کردار ادا کړي.
غونډې ته په خطاب کې د جماعت اسلامي امير سراج الحق وويل چې د دوه رياستي حل لاره نه پېژني، څومره چې امريکا او اسرائيل د فلسطينيانو په قتل عام کې لاس لري هغومره يې مسلمان حکمرانان هم خاموش دي.
هغه وویل چې که حکومت د اسرائیلو د ظلمونو مخه نه شي نیولی نو غزې ته دې د تلو لاره راکړل شي.
پروفیسر ساجد میر وویل د کشمیر مسلې په شان د فلسطین مسله هم هېره شوې وه، اوس د سفارتي هلو ځلو ضرورت دی.
په کراچۍ کې د الاقصی جومات د کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې د بېلابېلو مکتبونو د علماوو دغه کنونشن په غزې د اسرائيلو ظلمونه غندي، حماس مجاهدين بولي او د هغې مبارزې ته مشروعيت ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه له اسلامي هېوادونو غواړي، چې له اسراييلو سره ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پرې کړي او د الاقصی جومات د خپلواکۍ لپاره دې د اسرائيلي توليداتو بايکاټ وکړي.
د كنفرنس په مهال په ټول هېواد كښې د دسمبر په اتمه نېټه د الاقصی د سپېڅلې ورځ لمانځلو پرېكړه وشوه۔





