جانسون د ۵۰ میلیونه فونډه مرستې سربېره د جي ۲۰ هېوادونو غړو باندې غږ کړی چې افغانستان مرستې وکړي

جانسون د ۵۰ میلیونه فونډه مرستې سربېره د جي ۲۰ هېوادونو غړو باندې غږ کړی چې افغانستان مرستې وکړي
برېټانیا تېره ورځ د یادې غونډې له ختمېدو وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، چې له افغانستان سره د ۵۰ ملیون پونډو یا څه باندې ۶۸ ملیونه ډالرو مرسته به په افغانستان کې به شاوخوا دوه نیمو ملیونو خلکو اکثر ښځو او نجونو ته ورسېږي.
(2021 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جي ۲۰ سرمشریزې غوڼدې په پای کې د برېټانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له افغانستان سره د ۵۰ میلیون پونډ مرستې ژمنه وکړه.
دا مرسته د هغو ۳۹۱ میلیونو ډالرو یوه برخه ده چې د سپټمبر په میاشت کې برېټانیا لهخوا افغانستان سره اعلان شوه.
لومړي وزیر جانسن په یاده غونډه کې د نړۍ ۲۰ لویو صنعتي هېوادونو څخه وغوښتل، چې افغانستان سره بېړنۍ مرستې وکړي او دغه راز افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې وکړي.
برېټانیا تېره ورځ د یادې غونډې له ختمېدو وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، چې له افغانستان سره د ۵۰ ملیون پونډو یا څه باندې ۶۸ ملیونه ډالرو مرسته به په افغانستان کې به شاوخوا دوه نیمو ملیونو خلکو اکثر ښځو او نجونو ته ورسېږي.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونو پۀ جي شل هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو ژوند دې وژغوري
د مالوماتو له مخې، برېټانیا به دغې مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو او سره صليب له لارې اړمنو افغانانو ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته د هغو ۳۹۱ ملیونو ډالرو (۲۸۶ ملیونه پونډو) یوه برخه ده چې د سپټمبر په میاشت کې د بریتانیا حکومت لهخوا له افغانستان سره اعلان شوه.






