ملګري ملتونو پۀ جي شل هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو ژوند دې وژغوري
ملګري ملتونو پۀ جي شل هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو ژوند دې وژغوري
تر دې وړاندې جي شل هېوادونو د افغانستان په اړه دوه مجازي کنفرانسونه جوړ کړي دي چې د میلیونونه ډالرو مرستې ژمنه یې کړې ده، خو ملګري ملتونه وایي دا مرستې یې تر دې دمه په بشپړه توګه نه دي ترلاسه کړې.
(2021 / 10 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وايي د نړۍ شل صنعتي هېوادونه دې له میلیونونه اړمنو افغانانو سره د پراخو بشري مرستو ژمنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړی اتلس میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا لس میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
اړوند موضوعات:
جي-۲۰ هېوادونه نن د افغانستان په اړه غونډه کوي
سرچینه وایي، په وروستیو څلورو کلونو کې دا دویمه وچکالي ده چې افغانستان ځپي او د ناوړه بشري ناورین د رامنځ ته کېدو احتمال یې ډېر کړی دی.
ملګرو ملتونو د جي شل پر غړو هېوادونو غږ کړی چې عملا دې له افغانستان سره د پراخو بشري مرستو لپاره مټې بډ وهي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري.
تر دې وړاندې جي شل هېوادونو د افغانستان په اړه دوه مجازي کنفرانسونه جوړ کړي دي چې د میلیونونه ډالرو مرستې ژمنه یې کړې ده، خو ملګري ملتونه وایي دا مرستې یې تر دې دمه په بشپړه توګه نه دي ترلاسه کړې.