د یمن حوثي ډلې په سور سمندر کې پر اسرائیلي کښتیو د بریدونو ادعا کړې ده

0
181

باغی ټي وي رپورټ
د یمن حوثي ډلې په سور سمندر کې پر اسرائیلي کښتیو د بریدونو ادعا کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزارت پنټاګون یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې په سور سمندرګي کې د امریکا پر جنګي کښتیو او نورو سوداګریزو کښتیو بریدونه شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د پنټاګون لخوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د یکشنبې په ورځ په سور سمندر کې د امریکا پر یوې جنګي کښتۍ او څو سوداګریزو کښتیو برید شوی چې دا په منځني ختیځ کې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې په تړاو وروستی سمندري برید دی. احتمالي لوی زیاتوالی په ګوته کوي.
د پنټاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سور سمندرګي کې د بریدونو په اړه خبر دی او نور جزئیات به ورسره شریک کړي.

وروسته بیا د یمن د حوثي ډلې له خوا یوه بیانیه خپره شوه چې په کې ویل شوي وو چې په سور سمندرګي کې یې دوه اسرائیلي کښتۍ په نښه کړي دي.

حوثي ډلې ویلي، چې یوه اسرائیلي بېړۍ په سور سمندرګي کې په یوه توغندي او بله د بې پیلوټه الوتکې له خوا ویشتل شوې ده.
تر دې مخکې د بريتانيا پوځ هم د جزئياتو له ورکولو پرته ويلي وو، چې په سور سمندرګي کې پر کښتيو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه او چاودنې شوي دي.

پنټاګون دا نه دي ویلي چې بریدونه چیرته شوي، خو حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه کړي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس ویلي چې دغه بریدونه نن سهار شاوخوا لس بجې د یمن په صنعا ښار کې شوي او شاوخوا پنځه ساعته یې دوام وکړ.

Leave a reply