د بلوچستان د شيراني او موسی خېلو ولسواليو په ځنګلونو کې اور لګېدلی

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د شيراني او موسی خېلو ولسواليو په ځنګلونو کې اور لګېدلی، د اور د مړ کولو لپاره هڅې يې پيل کړې دي.

د موسی خېلو مرستیال کمېشنر ذوالفقار کرار ویلي، چې اورلګېدنه د شېراني ولسوالۍ او موسی خېلو ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې شوې ده.

د ډپټي کمشنر وینا ده چې د اور لګیدو له وجې دوه کورونه محفوظه ځایونو ته منتقل کړې شوي دي ولې متاثره غرنیو سیمو ته د رسیدو لپاره د ګاډو هیڅ سړک نشته ولې د انفنټري لیویز پارټۍ غرنۍ سیمې ته رسیدلې او د قابو کولو لپاره یې تدابیر نیولي دي. اور کنټرول پیل کړ.
دوی وايي عملیات به ټوله شپه دوام وکړي، هیله ده چې تر سهاره به اور تر کنټرول لاندې راوستل شي، دوی په دې اړه له پي ډي ایم اې سره په تماس کې دي، که کومه غیرمعمولي حالت رامنځ ته شو نو دوی به د مرستې غوښتنه وکړي.

د بلوچستان د نگران وزیراعلی نوټس
د بلوچستان نگران وزيراعلي علي مردان ډومکي په ځنګلونو کښې د اور لګيدو نوټس اخستې دې۔

هغه هدایت کړی چې د اورلګیدنې په سیمه کې موجود انساني نفوس دې سمدستي خوندي ځای ته ولیږدول شي، د اور د خپریدو د مخنیوي لپاره دې په راتلونکو ځایونو کې د امنیتي تدابیرو په اړه مخکې له مخکې تدبیرونه ونیول شي، PDMA او ضلعې ادارې دې اغیزمنې تګلارې په کار واچوي.

Leave a reply