ډاکټر فوزیې له خپلې خور ډاکټر عافیه سره چې د امریکا په زندان کې بندي ده، لیدلي دي.

0
205

باغی ټي وي رپورټ
ډاکټر فوزیې له خپلې خور ډاکټر عافیه سره چې د امریکا په زندان کې بندي ده، لیدلي دي.

له عافیه صدیقي سره تر لیدو وروسته ډاکټر فوزیه صدیقي په یوه ویډیويي وینا کې ویلي، چې په زندان کې د عافیه صدیقي وضعیت خراب دی.

هغه وویل چې د عافیه د حالت د بیانولو لپاره الفاظ نه لري.ډاکټر فوزیه صدیقي په خپله ویډیو کې ویلي چې د غونډې په پای کې ډېر خفه یم، یو ځل بیا مې عافیه صدیقي په همدې حالت کې پرېښوده.

د فوزیې صدیقي وکیل کلائیو سټیفورډ سمیت ویلي، دواړو خویندو ته اجازه نه وه چې یو بل ته لاس ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې پرون ډاکټر فوزيه صديقي په امريکايي زندان کې له خپلې خور سره د ليدو لپاره له زندانه بهر وه، خو د امريکايي زندان چارواکو د ځنډ له امله يې له خپلې خور سره ونه ليده.ډاکټر فوزیه ویلي وو چې د محکمې له حکم او د امریکايي چارواکو تر منظورۍ وروسته له خپلې خور سره د لیدو لپاره امریکا ته راغلې وه، خو د زندان چارواکو ویلي چې د ناستې د خونې کیلي یې ورکه شوې ده.

ډاکټر فوزيې وويل، چې ډاکټره عافيه صديقي د امريکا په لوړ امنيتي زندان کې بندي ده، خو د زندان چارواکي ورته عذرونه کوي او دا بهانه نه شي کېدای، چې د لوړ امنيتي زندان د حجرې کلي له لاسه ورکړي.

Leave a reply