د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف سره لاهور کښې د مسلم ليګ (ن) سنده صدر بشير ميمن پشمول د پارټۍ مشرانو ملاقات کړېدے او پکښې د عامو انتخاباتو په تياري او سنده کښې تنظيمي معاملو باندې خبرې اترې شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف سره لاهور کښې د مسلم ليګ (ن) سنده صدر بشير ميمن پشمول د پارټۍ مشرانو ملاقات کړېدے او پکښې د عامو انتخاباتو په تياري او سنده کښې تنظيمي معاملو باندې خبرې اترې شوي دي۔
په ملاقات كښې په سندهـ كښې د ايم كيو ايم او نورو ګوندونو سره د انتخابي بدلون په چارو خبرې وشوې۔
د قومي او صوبايي اسمبلۍ پخوانيو غړو شهباز شريف ته په خپلو حلقو کې د ټاکنو د تياريو په اړه معلومات ورکړل.
شهبازشريف وئيلي دي چې اولس د انفلاسيون او نورو ستونزو څخه دژغورلو لپاره انتخابات ډير ضروري دي، دالله په فضل او د ولس په مرسته به ټاکنې وګټو او انفلاسيون ته ماتې ورکړو.
پخواني وزيراعظم وويل چې په ظلمونو او کردار وژنو کې د ملت قيمتي وخت او سرچينې ضايع شوي، که د څلورو کلونو د تباهۍ توره دوره نه واي راغلې نو خلک به د انفلاسيون او اقتصادي بحران سره مخ نه و.