دجماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې په ملک کې ٧٥ کاله مافيا واکمنه ده، دفرورۍ په اتمه به د ووټ پ چا چې د ووټ په ‌ذریعه احتساب وکړي.

0
177

باغی ټي وي رپورټ
دجماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې په ملک کې ٧٥ کاله مافيا واکمنه ده، دفرورۍ په اتمه به د ووټ پ چا چې د ووټ په ‌ذریعه احتساب وکړي.

نوموړي د ټاکنو لپاره د چمتووالي په اړه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د هېواد د پرمختګ لپاره بايد ځوانان مخ پر وړاندې ولاړ شي او حکومت بايد د فلسطين په مسله کې له شعارونو پرته يو څه وکړي.

سراج الحق وویل چې ځوانان به د دسمبر له اتمې نه د فبرورۍ تر اتمې پورې د انتخاباتو لپاره په پرله پسې توګه مبارزه کوي، راتلوونکې دوره د عزت او خوشحالۍ ده، امید لرم چې انتخابات به په هر صورت کې ترسره شي. د جماعت اسلامي امير د فلسطين په اړه وويل چې په غزه کښې په زرګونو کسان په ناحقه شهيدان شوي دي، جماعت اسلامي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د فلسطين د مسئلې په اړه دې له بيان نه بهر څه وکړي.

Leave a reply