سياست مو هم کړے دے او مذهبي تشخص مو هم ژوندي ساتلي دي، سکهانو، عیسایانو او هندوانو هم په مونږ حق دي: مولانا فضل الرحمان

مولانا فضل الرحمان ویلي چې که مذهبي تعصب وي نو د چا حق د ورکولو پر ځای له منځه ځي، که مونږ واک ترلاسه کړو، نو د هیواد د هر وګړي د حقونو ساتنه به کوو.
0
88

باغی ټي وي رپورټ
د جميعت علمائي اسلام ف امير مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چي ده سياست هم کړے دے او مذهبي تشخص هم ژوندي ساتلي دي، سکهانو، عیسایانو او هندوانو هم په مونږ حق دي۔

په ملتان کې کارکنانو ته په خطاب کې هغه وويل مونږ بايد داسې رويې خپل کړو چې پکې فرقه پرستۍ ته ځاي نۀ وي.

ده ووئيل زمونږ د مشرانو تعليمات دا دي چې په اختلاف كښې نرمي ته وده وركړو نه سختۍ .مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې که مذهبي تعصب وي نو د چا حق د ورکولو پر ځای له منځه ځي، که مونږ واک ترلاسه کړو، نو د هیواد د هر وګړي د حقونو ساتنه به کوو.

Leave a reply