یو فلسطینی محصل چې د امریکا د ورمونټ ایالت په برلینګټن ښار کې په ډزو ټپي شوی و، فلج شوی دی

باغی ټي وي رپورټ
یو فلسطینی محصل چې د امریکا د ورمونټ ایالت په برلینګټن ښار کې په ډزو ټپي شوی و، فلج شوی دی.
د فلسطیني زده کوونکي هشام مور ویلي، هشام په نخښه ویشتل شوی، چې له امله یې مخکې له دې ویره څرګنده کړې وه، چې زوی به یې د ټول عمر لپاره پښې و نه خوځوي.
د هشام مور وايي چې د هشام سره د مالي مرستې لپاره یې د “ګو فنډ می” په نوم یوه پاڼه جوړه کړې چې راتلونکې اونۍ له روغتون څخه رخصتیږي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې هشام او دوه نور فلسطيني ځوانان هغه مهال د يوه وسله وال افراطي لخوا په ډزو ووژل شول، چې دغه درې ځوانان د فلسطيني كفې په اغوستلو سره يوې غونډې ته روان وو.
امریکايي پولیس چارواکي وايي، بریدګر د کرکې له امله پر درېیو فلسطینی محصلینو ډزې کړې او بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلی دی.
دغه درې واړه زده کوونکي د فلسطین د لویدیځې غاړې د رام الله ښار له یوه ښوونځي څخه فارغ شوي او ټول شل کلن دي.
د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې په امریکا کې د حماس او اسرائیلو تر منځ له جګړې وروسته د نفرت پر بنسټ د مسلمانانو پر ضد پېښې زیاتې شوې دي.






