نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وېره څرګنده کړې ده چې که په غزه کې بمبارۍ بندې نه شي نو ټوله سيمه به په جگړه کې ډوبه شي

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وېره څرګنده کړې ده چې که په غزه کې بمبارۍ بندې نه شي نو ټوله سيمه به په جگړه کې ډوبه شي.
اسکائی نیوز العربیه ته د یوې مرکې په مهال وزیراعظم انورحق کاکړ وویل چې هغه د متحده عرب اماراتو مشرتابه ته د COP 28 په کامیابه انعقاد مبارکي ورکوي، پاکستان د COP 28 په برخه کې د 30 اربه ډالرو د فنډونو د جوړولو هرکلی کوي. په دې وخت کې د اقلیم بدلون په څیر ننګونو سره مخ دي.
وزيراعظم وويل پاکستان د موسمي بدلون له امله زيانمن شوى دى، د متحده عرب اماراتو لخوا د اربونو ډالرو مرستې اعلان به په نړيواله کچه د موسمي بدلون سره د مبارزې لپاره مرسته وکړي.
د اسراييلو او فلسطين د جګړې په اړه د پاکستان لومړي وزير انوارالحق کاکړ ويلي، که پر غزې بمبارۍ بندې نه شي، ښايي ټوله سيمه په جګړه کې ښکېله شي. ښايي له دې وروسته به د پولې تړل هم ختم شي.
هغه وويل پاکستان دفلسطين دمسئلې ددوه رياستي حل پلوي دى.
په دغه مرکه کې وزيراعظم په پاکستان کې د مېشتو غير قانوني افغان کډوالو د ستنېدو په اړه د پاکستان د اصولي دريځ په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې پاکستان د سياسي، ټولنيزو او ترهګريزو ننګونو سره د مقابلې لپاره د غير قانوني کډوالو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې ده.





