د غزې د رسمي رسنیو عمومي مشر وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د وحشيانه بمباریو په پایله کې تر ۷۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د غزې د رسمي رسنیو عمومي مشر وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د وحشيانه بمباریو په پایله کې تر ۷۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس سره د موقتي اوربند له پای ته رسیدو وروسته پر غزې او نورو اشغال شویو سیمو د اسرائیلو تر ټولو ناوړه بریدونه دوام لري.

اسراییل د غزې په ګڼ میشته سویلي سیمو بریدونه کوي، چیرته چې ډیری فلسطینیان د غزې له شمالي سیمو څخه د جبري ایستلو وروسته پناه اخیستې، اسراییلي ځواکونه د استوګنې ودانۍ په نښه کوي.
د دې تر څنګ د خان یونس په سیمه کې هم اسرائیلي ځواکونو چاپې وهلي او په تازه عملیاتو کې اسرائیلي ځواکونو پر یوه کور چاپه وهلې او ۷ فلسطینیان یې شهیدان کړي دي.

اسرائیلي ځواکونو د الاقصی جومات د شیخ عکرمه په کور چاپه وهلې ده
په خان یونس کې د قطر په همکارۍ د جوړ شوي «حمد ښار» د ورانۍ د وحشتناکو صحنو شاهدان وو او د ترکي تلویزیون خبریاله ربا خالد د ژوندی پوښښ پر مهال د خپل کور د ویجاړیدو له امله سخته خفه شوه.

په همدې حال کې اسراییلي ځواکونو د الاقصی جومات د شیخ عکرمه پر کور هم چاپه اچولې، شیخ عکرمه صبري په اشغال شوي بیت المقدس کې د اسلامي شورا د عالي شورا مشر او د فلسطین د علماو او مبلغین د ټولنې بنسټګر او مشر دی.
حماس وايي، په غزه کې د اسراييلي پوځيانو يوه غونډه په نښه شوې او د فلسطيني ادارې ويډيوګانې هم خپرې شوې چې اسراييلي ځواکونه او موټرې په نښه کوي.

د غزې روغتونونو کښې په ځمکه درملنه کیږي، ناروغان په درد کې چیغې وهي: د روغتیا نړیوال سازمان مشر
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د غزې د روغتونونو وضعیت د تصور وړ نه بللی او ویلي یې دي چې د غزې په جنوبي برخه کې د نصر روغتون وضعیت له خرابوالي څخه ډیر خراب دی، دغه روغتون د ناروغانو له ظرفیت څخه درې برابره زیات دی. عملیات ترسره کیږي او ناروغ په درد کې چیغې کوي.

Leave a reply