۵۸ ورځو عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۶۰۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي

په ویجاړ شوي یو شمیر ځایونو کښې د فلسطین تاریخي عمري جومات دی، په داسې حال کې چې د نړۍ دریمه تر ټولو لرغونې سینټ پورفیریوس کلیسا، دوه زره کلن رومي هدیره، د رفح میوزیم او نور لرغوني کلتوري ځایونه د اسرائیلو په بمباریو کې ویجاړ شوي دي.
0
124

باغی ټي وي ربورټ
په غزه کې د اسرایلو وحشیانه عملیات دوام لري او د دوی ساحه تر جنوبي سیمو پورې غځول شوې چې خوندي ګڼل کیږي.

د دغو ۵۸ ورځو عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۶۰۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو په برید کې زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي، خو په سیمه کې لرغوني کلتوري ځایونه هم سخت زیانمن شوي دي.
دغه سیمه له پخوانیو وختونو راهیسې د مصر، یونان، روم، بازنطین او مسلمانو دولتونو تر واک لاندې د سوداګرۍ او کلتور مرکز و.

د سولې لپاره د میراث په وینا، د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې له سلو څخه ډیر کلتوري مرکزونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

Leave a reply