خارجه دفتر په متحده عرب اماراتو کښې د چاپېریال ساتنې د نړیوال کانفرنس COP 28 په موقع د نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي ترمینځ د ملاقات امکان رد کړی دی

خبريالانو ته د هفتې وار بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند وويل د سي او پي 28 په مهال د پاکستان او هند د وزيراعظمانو ترمينځه ليدنه نه ده شوې
0
129

باغی ټي وي رپورټ
خارجه دفتر په متحده عرب اماراتو کښې د چاپېریال ساتنې د نړیوال کانفرنس COP 28 په موقع د نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي ترمینځ د ملاقات امکان رد کړی دی.

خبريالانو ته د هفتې وار بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند وويل د سي او پي 28 په مهال د پاکستان او هند د وزيراعظمانو ترمينځه ليدنه نه ده شوې۔
د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئيلي دي چې مقبوضه كشمير كښې د ورلډكپ فائنل مېچ كښې د اسټريليا ملاتړ كوونكو اووه كشميريان نيولې شوي دي٬ هند د مقبوضه كشمير اولس د ځپلو لپاره د ترهه ګرۍ او ترهه ګرۍ په اړوند تور قانونونه استعمالوي۔

ممتاز زهرا بلوڅ وویل، د ترهګرو ډلو په اړه د افغانستان له موقتې ادارې څخه د هغو هیلو په عملي کولو کې مایوسه شوي یوو، چې موږ په افغانستان کې د ترهګرو او د هغوی د خوندي ځایونو په اړه جدي اندېښنې لرو. د خارجه دفتر وياند د اسرائيلو لخوا په فلسطينيانو د بمباريو په بيا پيلولو د خفګان څرګندونه کړې او د اسرائيلي جارحيت غندنه يې کړې ده.

هغه وويل چې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې پر روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو د بريدونو په اړه پلټنې وکړي.

Leave a reply