نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په متحده عرب اماراتو کې د چاپېریال ساتنې نړیوال کنفرانس COP 28 کې ګډون وکړ، هغه د برتانیې پاچا چارلس سره یوځای د کنفرانس تالار ته ننوت
د سي او پي 28 کښې د ګډون په موقع نگران وزيراعظم د هالنډ وزيراعظم مارک روټ سره هم وليدل۔په دې کتنه کې د دواړو مشرانو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان او غزه کې د بشري حقونو په خراب وضعیت خبرې وشوې.
باغی ټي وي رپورټ
نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په متحده عرب اماراتو کې د چاپېریال ساتنې نړیوال کنفرانس COP 28 کې ګډون وکړ، هغه د برتانیې پاچا چارلس سره یوځای د کنفرانس تالار ته ننوت.
تالار ته د ننوتو پر مهال د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هرکلي وکړ.سرپرست لومړي وزیر د COP28 په سرمشریزه کې د برتانیا، ډنمارک او نورو نړۍ مشرانو سره غیر رسمي خبرې هم وکړې او د پیسو نړیوال صندوق له مشر سره یې هم وکتل.
د سي او پي 28 کښې د ګډون په موقع نگران وزيراعظم د هالنډ وزيراعظم مارک روټ سره هم وليدل۔په دې کتنه کې د دواړو مشرانو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان او غزه کې د بشري حقونو په خراب وضعیت خبرې وشوې.
نگران وزیراعظم د نیدرلینډ وزیراعظم ته د پاکستان دوره هم ورکړې ده.