قامي احتساب بیورو (نیب) د عمران خان او د هغه د مېرمنې او نورو په ضد د 190 ملیون پاونډ په مقدمه کې ریفرنس دائر کړی دی

0
44

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: قامي احتساب بیورو (نیب) د عمران خان او د هغه د مېرمنې او نورو په ضد د 190 ملیون پاونډ په مقدمه کې ریفرنس دائر کړی دی.

نيب د پي ټي آئي چيرمين خلاف د 190 ميليونه پاونډ سکیم کښي د اسلام آباد احتساب عدالت کښي ريفرنس دائر کړے دے چي پکښي نور ملزمان هم شامل دي۔

د نیب راولپنډۍ لخوا دائر شوي ریفرینس کې د عمران خان میرمن بشرا بي بي، فرح ګوګي، د احتساب پخوانی سلاکار شهزاد اکبر، د عمران خان نږدې ملګری زلفي بخاري او بیرسټر ضیاء المصطفی په ګډون د ۸ کسانو نومونه شامل دي.
د نیب ډپټی پراسیکیوټر جنرل مظفر عباسی د تحقیقاتی افسر عمر ندیم په شمول یو ریفرنس دائر کړے دے کوم چی د احتساب عدالت رجسټرار دفتر تحقیقات کړی دی.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په اډياله جيل کښي بندي دے او هم د نيب لخوا په دي کيس کښي ګرفتار کړے شوے دے۔

Leave a reply