په کوئټه کښي د پټرول پمپونو مالکانو فائر بريګيډ ته د تيلو سپلائي بنده کړي ده

باغی ټي وي رپورټ
په کوئټه کښي د پټرول پمپونو مالکانو فائر بريګيډ ته د تيلو سپلائي بنده کړي ده۔
د فایر سروسز ډائریکټر عبدالحق اڅکزي وینا ده چې د تیرو پنځو میاشتو راهسې د تیلو قرضې نه دي ورکړې شوي.
ده ووئيل د فائر بريګيډ څلور ميليونه د تېلو قرضه ده، صوبائي حكومت فائر بريګيډ ته فنډ نه وركوي او اوس د پټرول پمپ مالکانو فائر بريګيډ ته د تېلو سپلائي بند كړې ده۔د اور وژنې ادارې مشر عبدالحق اڅکزي ویلي، که په یوه یا دوو ورځو کې پیسې ترلاسه نه شي، د اور وژنې ادارې به خدمات بند کړي.






