نگران وزيراعظم انورحق کاکړ د ملګرو ملتونو د سي او پي 28 کانفرنس کې د ګډون لپاره دوبۍ ته رسيدلى دى

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انورحق کاکړ د ملګرو ملتونو د سي او پي 28 کانفرنس کې د ګډون لپاره دوبۍ ته رسيدلى دى.
دوبۍ ته په رسېدو سره د متحده عرب اماراتو د عدلیې وزیر عبدالله سلطان بن عواد النعیمي د نگران وزیراعظم هرکلی وکړ.
نگران وزيراعظم به د دسمبر په 1 او 2 د ګلوبل انوائرمنټ ايکشن کانفرنس کښې هم ګډون کوي۔کويت ته د خپل سفر نه وړاندې نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ البيان محل ته ورسېدو چرته چې د کويټ لومړي مرستيال وزيراعظم شيخ طلال الخالد الاحمد الصباح د هغه هرکلے وکړو او د کويټ اميري ګارډ ورته ګارډ آف آنر وړاندې کړو.
البيان محل ته د وزيراعظم د رسېدو په موقع د پاكستان او كوېټ ملي سرودونه هم وغږول شول۔
د وزيراعظم په پلاوي کې نگران وزيران او وزيراعلي محسن نقوي هم شامل وو، په دې موقع د دواړو هېوادونو د پلاويو ترمنځ خبرې اترې هم وشوې.





