د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت ليډي جج زيبا چوهدري ته د ګواښلو کيس کښي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د بري درخواست مسترد کړے دے

0
220

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت ليډي جج زيبا چوهدري ته د ګواښلو کيس کښي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د بري درخواست مسترد کړے دے۔

د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت کښې د مريد عباس خان عدالت د يوې زنانه جج ته د ډارولو په مقدمه کښې د پي ټي آئي د چيئرمېن د بري درخواست په اړه محفوظ کړې شوې فيصله مسترد کړې ده۔

د سول جج مرید عباس فیصله کښي وئيلي دي چي د پي ټي آئي چیرمین د زنانه جج د ډارولو مقدمه کښي د بري مستحق نه دی.دې نه علاوه سيشن عدالت د زنانه جج ته د ډارولو په کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن د مقدمې شروع کولو فيصله کړې ده۔

د زنانه جج ته د ګواښلو په مقدمه کې د عمران خان د گرفتارۍ وارنټ ځنډول شوی دی

ياده دي وي چي عدالت د طرفينو دلائل مکمليدو نه پس د پي ټي آئي چيئرمېن د بري په درخواست خپله فيصله محفوظ کړې وه۔

عدالت د ليډي جج ته د ډارولو د مقدمې اورېدنه د دسمبر تر 20مې نېټې پورې وځنډوله.

Leave a reply