هند کښې یو عدالت د ګجرات ایالت کې د اذان پر مهال د لوډسپیکر پر کارولو د بندیز غوښتنه رد کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ګجرات عالي محکمې په جوماتونو کې د اذان پر مهال د لوډ سپیکرونو کارولو بندیز غوښتنه رد کړه.
د هندي رسنیو له مخې د ګجرات هائي کورټ مشرې جسټس سنیتا اګروال په مشرۍ دوه کسیزه بنچ د هندو افراطي ګوند بجرنګ دل لخوا د هغه درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د اذان پر مهال د جومات د لاوډ سپیکرونو په کارولو د بندیز غوښتنه شوې وه.
بجرنګ دل خپله عریضه د عامه ګټو د غوښتنې په توګه اعلان کړې وه ، په کوم کې چې محکمې د اوریدنې پرمهال دا په بشپړ ډول ناسم تصور شوې غوښتنه وبلله.
په عریضه کې ، بجرنګ دل وویل چې خلک د لاوډ سپیکرونو له لارې اذان کې له ستونزو سره مخ دي ، دا د ښاریانو په ځانګړي توګه د ماشومانو په روغتیا منفي اغیزه کوي.د اورېدنې په مهال عدالت وويل درخواست کوونکي په دې بيانولو کې په مکمله توګه پاتې راغلي دي چې د اذان لپاره د انسان غږ څنګه فضا خرابوي، شور او ککړتيا پيدا کوي او د انساني صحت په اړه يې څه زيانونه دي.
عدالت د درخواست کونکي وکيل څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو په مندر کې د سهار په وخت کې د ډولونو او موسيقۍ ترسره کيږي، په ځينو ځايونو کې آرتي د شپې په دريو بجو هم کيږي، آيا دا شور نه کوي؟ ایا تاسو کولی شئ د مندر ساعتونه یا غریال یوازې د مندر ځای پورې محدود کړئ؟محکمې ویلي چې دا درخواست په هیڅ صورت د خلکو د ګټو لپاره نه دی، دا یوه عقیده ده او دا عمل له کلونو راهیسې روان دی، اذان یوازې له پنځو تر لسو دقیقو دی.
وروسته، محکمې درخواست رد کړ او قضیه یې لغوه کړه






