وفاقي کابينې د پخواني وزيراعظم عمران خان د کرپشن مقدمې اډياله جيل کښې د اورولو منظوري ورکړې ده

0
195

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: وفاقي کابينې د پخواني وزيراعظم عمران خان د کرپشن مقدمې اډياله جيل کښې د اورولو منظوري ورکړې ده۔

سرچينې وائي دقانون دوزارت په سمري سرکوليشن کې وفاقي کابينې څخه منظوري ترلاسه شوې ده.

سرچينې وائي د احتساب عدالت لخوا به د 190 ميليونه پاونډ مقدمې اورېدنه هم په اډياله جيل کې کيږي، د نېب ټيم د 190 ميليونه پاونډ سکیم پلټنه تقريباً بشپړه کړې ده او ډېر ژر به يې ريفرنس دائر کړل شي.دسرچينو ترمخه داحتساب عدالت به په اډياله جيل کې په مقدمه کې دضمانت په موضوع هم اوريدنه کوي.

ياده دي وي چي دامن او امان صورتحال په نظر کښي نيب په اډياله جيل کښي د عدالت جوړولو وړانديز کړي وو او د قانون مطابق حکومت هر چيرته احتساب عدالت جوړولي شي۔

Leave a reply