امکان دې چې سایفر قضیه کښې نن د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او شاه محمود قرېشي عدالت ته وړاندې كولې شي

باغي ټي وي رپورټ
سایفر قضیه کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او شاه محمود قرېشي به نن عدالت ته وړاندې كولې شي۔
د اسلام اباد د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين به د کېس اوريدنه کوي، عدالت دواړو ملزمانو ته نن د اډياله جيل نه عدالت ته د حاضرېدو امر کړی دی.
د دې نه علاوه عدالت د مقدمې اورېدنه د اګست د 29مې نېټې نه وړاندې د مقدمې د اورېدنې امر هم کړی دی.د تحريک انصاف د چيئرمېن وکيل خالد يوسف چوهدري وئيلي دي چې چيئرمېن پي ټي آئي دې نن عدالت کښې وړاندې کړے شي، د حاضري نه علاوه بله چاره نشته۔ که چرې د پي ټي آئي چئیرمین عدالت ته وړاندې نه شو نو دا به د عدالت توهین وي.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د جيل ٹرائيل په ضد د عمران خان انټر کورټ اپيل منظور کړے وو او مقدمه ئي کالعدم ګرځولې وه۔





