حقاني: پاکستان د مهاجرینو په شړلو سره موږ ناراضه کړو

0
189

هغه له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو اخراج د نړيوالو قوانينو خلاف وباله او ويې ويل: که څه هم پاکستان په تيرو دوو انقلابونو کې له افغان مهاجرينو سره ښه چلند کړى دى خو له دغه هيواد څخه د مهاجرينو ايستل موږ ته زيان رسوي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې له پاکستانه د شړل شویو کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.

د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان له یوې میاشتې راهیسې له دې هېواده د اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په پام کې ده چې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده وویستل شي.

(2023 / 11 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغان مهاجرینو د شړلو موضوع ته په اشارې سره وویل چې پاکستان په دې کار سره دغې ډلې ته زیان رسولی دی.

حقاني دغه څرګندونې د قوس په ٥مه، غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال د يوې ولسي غونډې پر مهال وکړې.

هغه له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو اخراج د نړيوالو قوانينو خلاف وباله او ويې ويل: که څه هم پاکستان په تيرو دوو انقلابونو کې له افغان مهاجرينو سره ښه چلند کړى دى خو له دغه هيواد څخه د مهاجرينو ايستل موږ ته زيان رسوي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې له پاکستانه د شړل شویو کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.

د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان له یوې میاشتې راهیسې له دې هېواده د اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په پام کې ده چې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده وویستل شي.

اړوند موضوعات:

 د افغان کډوالو پر وړاندې د ترکیې ناسم چلند؛ د بشر حقونو د څار سازمان پرې اندېښنه ښودلې ده   

تر دې وړاندې نورو طالب چارواکو هم د پاکستان پر دې پرېکړې نیوکې کړې وې.

Leave a reply