د حماس له خوا په غزه کې د څلور ورځني موقت اوربند په دریمه ورځ د موافقې له مخې ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي او څلور بهرنیان خوشي شول

0
121

باغي تي وي رپورټ
د حماس له خوا په غزه کې د څلور ورځني موقت اوربند په دریمه ورځ د موافقې له مخې ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي او څلور بهرنیان خوشي شول.

حماس د لنډمهاله اوربند په درېیمه ورځ سره صلیب ته ۱۳ اسرایلي یرغمل شوي کسان وسپارل، اسراییلي چارواکو د یرغمل شویو خوشې کېدل تایید کړل.

د حماس له خوا له خوشي کېدو وروسته د سره صلیب نړیوالې ادارې ته سپارل شوي ۱۳ اسرایلي یرغمل شوي کسان چې دوه ګونی تابعیت لري د یوې ۴ کلنې امریکايي نجلۍ په ګډون ۹ ماشومان او ۴ ښځې هم شاملې دي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بایډن هم د یرغمل شویو کسانو په منځ کې د یوې څلور کلنې امریکايي نجلۍ د خوشي کېدو پخلی کړی دی، درې تایلنډیان او یو روسی تبعه هم د حماس له خوا خوشې شوي دي.

له بلې خوا د حماس له خوا د اسراييلي يرغمل شويو بنديانو د خلاصون په بدل کې اسراييل هم د تړون له مخې د ٣٩ فلسطيني بنديانو د خوشي کولو په حال کې دي، په داسې حال کې چې د تړون له مخې د تېلو او ګازو د څلورو لاريو په ګډون ١٢٠ مرستندويه لارۍ هم غزې ته ننوتلي دي.

ملګري ملتونه وايي، د اسرائیلو له بریدونو وروسته د غزې ۸۰ سلنه وګړي بې ځایه شوي، چې له ۱،۷ میلیونو ډېر دي، له ۱ میلیون ډېر فلسطینیان د کډوالو په ۱۵۶ مرکزونو کې دي، د اسرائیلو پوځ هم د کډوالو پر مرکزونو بمباري کړې ده.

Leave a reply