د خېبرپښتونخوا په میډیکل کالجونو کې د داخلو لپاره د اتوار په ورځ د MD CAT ازموینې پرچه هم په سوشل میډیا وائرل شوي

0
169

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا په میډیکل کالجونو کې د داخلو لپاره د اتوار په ورځ د MD CAT ازموینې پرچه هم په سوشل میډیا وائرل شوي.

د بلوتوتھ سکینډل له وجې د ایم ډي کیټ پخوانې ټېسټ لغوه اعلان شوې وو چې له هغې وروسته د ټېسټ د بیا ترسره کولو ذمه واري د ایټا نه واپس اخستې شوې او خیبر میډیکل یونیورسټۍ ته سپارل شوې ده.

د اتوار په ورځ ترسره شوې د ایم ډي کیټ امتحان کښې د امتحان په مرکزونو کښې د امنیتي اهلکارو په شمول امتحان کونکو او نورو امنیتي اهلکارو ته د موبائیل ټیلیفونونو د لرلو اجازه نه وه.

د خيبر ميډيکل يونيورسټئ وائس چانسلر ډاکټر ضياء الحق جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چي د ټسټ دوران هيڅ يو پيپرنه دے افشا شوے د ټسټ نه پس دغه پيپر پیبلک ډاکومنټ شي۔

هغه زياته کړه، چې په کور کې يې د بستر پر تخته کېښودلو سره د کومې پرچې عکس اخيستې دې، هغه زیاته کړه چې ازموينه شفافه شوې ده.

ياده دې وي چې د خېبرپښتونخوا صوبې په ميډيکل او ډينټل کالجونو کې د داخلو لپاره د اتوار په ورځ شوې د داخلې په ازموينه کې د 46000 نه زياتو نارينه او ښځينه زده کوونکو برخه اخيستې وه چې د لومړۍ MD CAT ازموينې نتيجې لغوه شوې وې.

Leave a reply