د پاکستان قامي احتساب بیورو (نیب) د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نه اډیاله جېل کښې د 190 ملینه پاونډو په کیس کښې پلتنې کړی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان قامي احتساب بیورو (نیب) د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نه اډیاله جېل کښې د 190 ملینه پاونډو په کیس کښې پلتنې کړی دی.
د 190 ميليونه پاونډز کيس تحقيقاتو په لړ کښې نن د نيب څلور ټيمونه د پي ټي آئي چيرمين نه د پوښتنو ګروېږنو لپاره اډياله جيل ته رسيدلي او د لس ګهنټو نه زيات وخت د نيب ټيمونو د عمران خان نه جلا جلا تحقيقات کړي دي .
يوه ډله سهار وختي د اسسټنټ ډائريکټر نيب محسن علي خان په مشرۍ کښې اډياله جيل ته رسيدلې ده، دويم ټيم ماسپښين د ډپټي ډائريکټر نيب ميا عمر نديم په مشرۍ کښې، دريم ټيم د اسسټنټ ډائريکټر عزير الله په مشرۍ او د څلورم ټيم په مشرۍ کښې ماښام اووۀ. د نيب اسسټنټ ډائريکټر عبدالرحمان اډياله جيل ته رسيدلي دے۔د ذرائعو ترمخه د نيب څلور ټيمونه د پي ټي آئي چيئرمېن نه تر پوښتنو ګروېږنو وروسته اډياله جيل ته تللي دي۔
د القادر ټرسټ 190 ملیون پاونډ کیس تحقیقات د نومبر په 15مه نیټه پیل شو، احتساب عدالت د عمران خان څلور ورځنې جسماني ریمانډ منظور کړی او عدالت نیب ته د پي ټي آئي چیرمین نه د تحقیقاتو اجازت هم ورکړی دی.
تيره اوريدنه کښي د نيب چارواکو عدالت ته د 25 نه تر 30 نکاتو مشتمل يو سند وړاندي کړے وو په کوم کښي چي د عدالت نه د جسماني ريمانډ او تحقيقاتو اجازت غوښتي شوي وو۔
د احتساب عدالت جج محمد بشير به سبا د نومبر په ۲۷مه په اډياله جيل کې د مقدمې اورېدنه کوي.






