پاکستان به داسې یو زرعی هېواد جوړوي چې نړۍ به یې د کتلو لپاره راځي: جهانګیر ترین

باغي تي وي رپورټ
د استحکام پاکستان ګوند سرپرست مشر جهانګیر ترین وايي، دوی به پاکستان داسې زرعی هېواد جوړوي چې نړۍ به یې د کتلو لپاره راځي.
جهانګیر ترین په کامونکی کې د استحکام پاکستان ګوند په غونډه کې انتخابی منشور وړاندې کړ.
د ګوند انتخابي منشور وړاندې کولو په مهال جهانګير ترين وويل د ملک د ټولو پبلک سکولونو کيفيت به د ګران پرائيويټ سکولونو برابر کړو، پاکستان ته به يو زرعي ملک جوړ کړو چې نړۍ به يې وويني.هغه وويل چې دروغو وعدې نه کوي، هغه به په عملي توګه وښيي چې څه وايي، نوې پاکستان نه بلکه یو بهترین پاکستان به جوړوي.
جهانګير ترين وويل چې زه له سياسي کورنۍ سره تعلق نه لرم، موږ غير سياسي خلک وو، اوس د پرمختگ وخت دى، موږ له تېر څخه ډېر څه زده کړل، موږ په خپلې ایماندارې سره دلته رسېدلي يو.






