سرپرست وزیراعظم انوار انوارالحق کاکړ د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو ډاډ ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
سرپرست وزیراعظم انوار انوارالحق کاکړ یو ځل بیا پر خپل وخت د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ.
د جيو نيوز پروګرام “نيا پاکستان” کې د خبرو پر مهال انوارالحق وويل، هېواد کې امنيتي ننګونې د پخوا په پرتله زياتې دي، دوى نه غواړي چې دغه ننګونې له سياسي پروسې سره وصل کړي، حکومت به شفافې ټاکنې يقيني کړي.
ده ووئيل د محرومۍ كارډ په کارولو د خلكو نه د ووټ ترلاسه كولو لپاره هڅې کیږي، پي ټي آئي ته د سياسي فعاليتونو پوره اجازت شته، د پي ټي آئي پشمول هيڅ ګوند له جلسو او جلسو نه منع كړې شوې، د انتخاباتو نه پس د سياسي ثبات لپاره لويو ګوندونو ته سوچ كول دي۔
ده ووئيل عام انتخابات به په 8 فرورۍ كېږي، مونږ به خپل ذمه وارۍ په ښه توګه پوره كوو، نگران حكومت د كوم سياسي ګوند طرفدار نه دے، نگران حكومت د ټولو سياسي ګوندونو سره ښې اړيكې لري، د انتخاباتو په اړه سياسي ګوندونه مشروع دي۔ شکايتونه به وڅيړل شي.