خیبر پښتونخوا کښې نن میډیکل پوهنتونونو کښې د داخلې لپاره ټسټ اخستل کیږي
باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا په ميډيکل او ډينټل کالجونو کې د داخلو لپاره د نن ورځې د داخلې ازموينې (MD CAT) لپاره تيارۍ بشپړې شوې دي.
د صوبې په ميډيکل او ډينټل کالجونو کې د داخلو لپاره به نن د 46 زره نه زيات نارينه او زنانه طالب علمان برخه اخلي.
د ازموينې لپاره په ټوله صوبه کې 11 مرکزونه جوړ کړل شوي، په داسې حال کې چې د امتحاني مرکزونو په شاوخوا کې د دوو ورځو لپاره دفعه 144 هم لګول شوې ده.د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري د ټيسټ د څارنې ذمه واري 11 انتظامي سيکرټرانو ته سپارلې ده په داسې حال کښې چې د ټېسټ لپاره سکيورټي پلان هم تيار کړے شوے دے۔
په پېښور کې 250 په داسې حال کې چې په ټوله صوبه کې به د 2000 څخه زیات پولیس پرسونل په امتحاني مرکزونو کې امنیتي دندې ترسره کوي.
د پولیسو په وینا د امتحاني موادو د رسولو پر مهال به له هر موټر سره ۱۰ تنه پولیس د امتحان په مرکزونو کې د الیکترونیکي وسایلو پر استعمال بندیز ولګول شي.
د پولیسو د چارواکو په وینا، د هر امتحاني مرکز په دروازه کې به ۲۴ پولیس او ۶ ښځینه مامورین او روغتیايي کارکوونکي ځای پر ځای شي. په ورته ډول، په هر مرکز کې به له 10 څخه ډیر پرسونل د بام په ځایونو کې ځای پرځای شي.
د پوليس وينا ده چي ضلعي انتظاميي د ايم ډي سي اے ټي شفاف انعقاد لپاره د امتحاني مرکزونو په شاوخوا کښي دفعه 144 نافذه کړي ده او د امتحان دوران د جيمرونو لګولو سره به موبائل سګنلونه هم بندوي۔
ياده دي وي چي په ستمبر مياشت کښي حکومت فيصله کړي وه چي په ټول صوبه کښي به د MDCAT نتيجې او امتحان دوه ځلي د نقل له وجي ترسره کړي۔